IQNA

د حزب‌الله لیک د پاپ په نامې

 صهیونیسټي رژیم  د سیمې سوله او ثبات ګواښي

13:55 - December 01, 2025
د خبر لمبر: 3492089
ایکنا – د لبنان حزب‌الله ولسی غورځنګ د نړئ د کاتولیکانو مشر ته په یوه رسمي لیک کې ، د هغه د راتلونکي پلان شوي سفر هرکلی کړی او د غزې او لبنان پر ضد  ئې د صهیونیسټي رژیم  پرله پسې تېري غندلي دي، او دا ئې د ملتونو د حقونو ښکاره خلاف ورزي او د سیمې د ثبات لپاره ګواښ بللی دی.

 ایکنا نیوز د العهد له قوله راپور راکړی، د لبنان  د حزب‌الله  ولسی غورځنګ مسئولانو د څوارلسم پاپ لېو  د سفر په تړاو په یوه رسمي لیک کې لیکلي چې لبنان د دیني او ډولوالي ټاټوبی دی؛داسې ځای چې د پاپ ژان پل دوهم په وینا، د نړۍ لپاره یو پیغام او د دینونو او انسانانو د ګډ ژوند یوه بېلګه ده.

په دې لیک کې ټینګار شوی چې د انسان درناوی او د هغه حقونه یوازې د وګړو پورې محدود نه دي، بلکې ملتونه هم پکې شامل دي. د یو شمېر ځواکمنو هېوادونو له لورې د نورو ملتونو د حقوقو له پامه غورځول، د هغو جګړو او بحرانونو بنسټ دی چې اوسنئ نړۍ ورسره مخ ده.

حزب‌الله ولسی غورځنګ په دغه لیک کې د غزې د تېرو دوو کلونو  پېښو ته په اشارې سره، دا د ؛ منظمې نسل وژنې ؛په نوم یاد کړې او ټینګار ئې کړی چې د فلسطیني ملت کړاو د هغوی د ځمکې، کور او برخلیک د صهیونیستي نیواکګرو له لوري تر پښو لاندې کېدو او د نړېوال نظام د بې‌عدالتیو پایله ده.

دغه غورځنګ همدارنګه په لبنان کې د وحشي صهیونیسټي رژیم  دوامدارو تیريو ته په اشارې سره ویلي چې د دې اقداماتو موخه د لبنان طبیعي زیرمو، اوبو او ګازو باندې تسلط موندل او پر لبنانیانو د سیاسي او امنیتي غوښتنو  تپل دي.

په لیک کې ویل شوي: رژیم صهیونیستی د ځینو سترو قدرتونو په ملاتړ د سیمې د ملتونو حقونه له پامه غورځوي او د هغوی امنیت او ثبات ته ګواښ پېښوي.

د حزب‌الله غورځنګ ددغه  لیک په بل ځای کې ټینګار شوی:  مونږ ګډ ژوند، داخلي آرامښت او د ملي حاکمیت ساتنې ته ژمن یو او د خلکو او د هېواد د دفاعي ځواکونو په څنګ کې به د هر ډول نیواک او تېري پر وړاندې ودرېږو.

په پاي کې حزب‌الله  غورځنګ له څوارلسم پاپ لېو   تمه ښودلې چې د عدالت، سولې، ازادۍ او د ظلم پر وړاندې د انسان د دفاع په ملاتړ کې به ئې دریځونه روښانه او اغېزمن وي.

څواورلسم پاپ لېو  چې ترکیې ته ئې سفر کړی، ټاکل شوې ده لبنان ته  لاړ شي. د سیاسی او مذهبي مشرانو لیدنه، د لبنان ټولنیز او مذهبي وضعیت ارزول، او په مینځني ختیځ کې د جګړو د پای ته د رسولو په اړتیا ټینګار د دې سفر اصلي چورلیزي موضوعات بلل شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4319864

captcha